صربیا د کوسوو لهخوا د ۱۰۰ فیصده تعرفې لیرې کول 'جعلي خبر' بولي
د کوسوو حکومت وايي چې د صربیا پر تجارتي مالونو یې ۱۰۰ فیصده تعرفه لیرې کړې، خو د صربیا چارواکو ویلي چې دا فېکنیوز یا جعلي خبر دی. صربیايي چارواکو ادعا کړې چې کوسوو نهیوازې دا چې تعرفهیې نهده لیرې کړې، بلکې د هغوی د تجارانو لپارهیې شرایط لا سخت کړي دي. د کوسو. صدراعظم البین کورتي پرون د کوسوو په پلازمېنه، پریشتینا کې خبریالانو ته وویل چې د اپرېل له لومړۍ نېټې به ټول هغه مالونه چې له صربیا واردېږي یوازې اسنادو ته اړتیا لري، داسې اسناد چې د کوسوو له اساسي قانون او نورو قوانینو سره برابر وي. Читать дальше...