چارواکي: د ولسمشر غني د دوو ساتونکو د وژنې قضیې څېړل کېږي
د دې وزارت ویاندې مروې امینې د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په پغمان کې د ولسمشر د ځانګړي ساتونکي قیام مقصودي د ترور په تور د ملي امنیت لهخوا ۷ تنه نیول شوي دي.
اغلې امیني زیاته کړه، د پيپيایس د بل غړي سید عطاالله د وژنې په تور هم څېړنې پیل شوي دي.
پر سید عطاالله پرون د کابل په تایمني سیمه کې حمله وشوه چې په نتیجه کې یې نوموړی ووژل شو او دوه ملګري یې ټپیان شول.
دا په څه کم یوه اوونۍ کې د ولسمشر غني دویم ساتونکی دی چې په کابل ولایت کې وژل کېږي.
تر دې وړاندې د حمل په ۱۵ د ولسمشر یو ساتونکی قیام مقصودي په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی و.