ملک سلمان په سعودي کې د ګرځبندیز موده وغځوله
دا پرېکړه د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن یوه ورځ مخکې له دې چې په دې هیواد کې ګرځبندیز پای ته ورسېږي اعلان کړه.
سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په مارچ میاشت کې ګرځبندیز اعلان کړی و.
تېره اوونۍ سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او څو نورو لویو ښارونو کې ۲۴ ساعته ګرځبندیز ولګاوه.
سعودي چارواکو د عمرې مراسم لغو کړي دي او ویلي یې دي چې ښايي په جولای میاشت کې د حج مراسم هم لغو کړي.