امریکا کې په کرونا ویروس د مړو شمېر له ایټالیا لوړ شو
تراوسه په امریکا کې له ۲۰ زره زیات کسان په کرونا ویروس مړه شوي او تر نیم ملیون زیات پرې اخته شوي دي.
د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرنو له مخې تر پرون ناوخته پورې په متحدایالاتو کې ۲۰ زره ۲۸۳ تنه په کرونا ویروس مړه شوي او له ۵ لکه ۲۲ زره د زیاتو کسانو ناروغي تائید شوې ده.
په کرونا ویروس تر ټولو زیات کسان په نیویارک ښار کې اخته شوي چې تر یو لک او اتیا زره اوړي.
د امریکا په دې ستر ښار کې ۶ زره ۳۶۷ تنه مړه شوي دي.