د اروپا فوټبال اداره د اتلولۍ لیګ د لغوه شویو سیالیو په اړه پرېکړه کوي
د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې نن د جون په ۱۱مه ، خپره شوې لیکل شوي چې د مشرتابه کمېټه بهیې د جون په ۱۷مه او ۱۸مه په دې اړه د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کال د اروپايي لیګ او د اتلولۍ لیګ سره خبرې وکړي.
د اروپايي فوټبال د دې لیګ پایلوبه باید په استانبول کې شوې وی، خو د اروپا د فوټبال لیګ مشرانو ویلي چې په دې برخه کې هم پر بېلابېلو امکاناتو غور کوي.
دې ته په پام، د مادرید ښاروال ویلي چې که چېرې د اروپايي لیګ مشران غوره وګڼي، دوی د پایلوبې کوربهتوب ته تیار دي.