Мы в Telegram
Добавить новость
World News in Pashto



Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Июнь
2020

Новости за 11.06.2020




Pa.azadiradio.com 

سمنګان کې د سکرو له کانه ۱۲ جسدونه راوایستل شول

د سکرو د تصدۍ مشر ریاض‌الدین شریفي نن د جون په ۱۱مه ازادي راډیو ته وویل چې په سمنګان کې د سکرو له کانه چې په وروستیو کې نړېدلی و، ۱۲ جسدونه را ایستل شوي دي. شریفي وویل چې د کان د څلورو کارګرانو جسدونه لا هم ورک دي. د سمنګان په دره صوف کې د سکرو په کان کې د سې شنبې په ورځ د ګاز چاودنه وشوه چې دوه تنه‌یې ځای پر ځای ووژل او ۱۶ تنه تر کان لاندې بند پاتې شول.

Pa.azadiradio.com 

روسیه کې د کرونا ویروس پېښې له نیم میلیون واوښتې

په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر نن د جون په ۱۱مه، له نیم میلیون څخه زیات شو. روسیه په نړۍ کې درېیم هېواد دی چې ډېر خلک په کرونا ویروس اخته شوي دي، خو په مسکو کې د بندیزونو تر نرمېدو لنډ وخت وروسته، چارواکو وویل چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۵۰۰ زرو ته ورسېدې. په امریکا کې هم د کرونا ویروس شمېر پرون له ۲ میلیونو واوښت. دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان په مکرر ډول خبرداری ورکوي چې کرونا ویروس لا هم په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی. په ټوله نړۍ کې نن د کرونا ویروس مثبتې پېښې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د اروپا فوټبال اداره د اتلولۍ لیګ د لغوه شویو سیالیو په اړه پرېکړه کوي

د اروپا د فوټبال ادارې د مشرتابه پلاوي ویلي چې راتلونکې اوونۍ به په دې اړه پرېکړه کوي چې څرنګه د دې فصل د اتلولۍ لیګ مسابقې چې د مارچ په میاشت کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله لغوه کړې وې، سرته ورسوي. د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې نن د جون په ۱۱مه ، خپره شوې لیکل شوي چې د مشرتابه کمېټه به‌یې د جون په ۱۷مه او ۱۸مه په دې اړه د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ میلادي کال د اروپايي لیګ او د اتلولۍ لیګ سره خبرې وکړي. د اروپايي فوټبال د دې لیګ پای‌لوبه باید په استانبول کې شوې وی، خو د اروپا د فوټبال لیګ مشرانو ویلي چې په دې برخه کې هم پر بېلابېلو امکاناتو غور کوي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د وردوج ولسوالۍ پر یوه کلي د طالبانو حمله شنډه شوه

د بدخشان پولیسو ویلي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه په وردوج ولسوالۍ کې پر یوه کلي حمله کړې وه، خو ماته‌یې وخوړه او له سیمې وتښتېدل. د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني نن د جون په ۱۱مه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې د وسله‌والو طالبانو یو ډلګی مشر او د هغه ۳ ملګري وژل شوي او ۶ تنه‌یې زخمیان شوي دي. ښاغلی روحاني زیاتوي: "تېره شپه د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د دولت وسله‌والو مخالفانو د وردوج ولسوالۍ پر غنیو کلي حمله پيل کړه چې د شپې په یوه بجه پای ته ورسېده او د هغوی یو ډلګی مشر چې صبغت‌الله نومېږي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۱۰ افغان کډوال د هنګري او رومانیا ترمنځ سیمه کې نیول شوي

د افغانستان ۱۰ کډوال چې په هغه کې درې ماشومان هم شامل دي په داسې حال کې چې هڅه‌یې کوله چې په پښو هنګري ته تېر شي، نیول شوي دي. د هنګري رسنیو نن د جون ۱۱مه ، ویلي چې هغوی هڅه کوله چې له هنګري د لوېدیځې اروپا نورو هېوادونو ته ولاړ شي. د هنګري او رومانیا ترمنځ د ندلاک په نوم سیمه کې د سرحدي پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې ابتدايي څېړنو ورته ښودلې چې دا کسان د افغانستان وو او د تحقیق لپاره بیول شوي دي. ندلاک د هنګري او رومانیا ترمنځ پر پوله پرته سیمه ده.  له دې څرګندېږي چې دې کډوالو افغانانو غوښتل له رومانیا هنګري ته داخل شي.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: د پاکستان پلاوی له ښه نیت سره کابل ته راغلی و

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن د جون په ۱۱مه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د پاکستان پلاوی له ښه نیت سره ورغلی، خو دوی په عمل کې غواړي چې پاکستان له افغانستان سره د سولې په بهیر کې صادقانه مرسته وکړي. د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د پاکستان د استخباراتو د مرکزي ادارې (ای اس ای) مشر جنرال فیض حمید د سې شنبې په ورځ په کابل کې وو. د پاکستان د دې لوړ رتبه پلاوي تر سفر وروسته، د افغانستان حکومت وویل چې دوی تمه لري چې د سولې لپاره د افغانانو خبرې به ژر پېل شي. د ولسمشر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا وزارت تازه اقدام؛ خصوصي روغتونونه کولای شي د کرونا تشخیص او درملنه وکړي

‎په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي تر دا مهاله‌یې افغانستان ته ۶،۵ میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالرو په لګښت روغتیایي تجهیزات برابر کړي چې تر راتلونکو څو ورځو به د دې لګښت کچه تر ۷۰ میلیونه ورسوي.

Pa.azadiradio.com 

ارګ: د افغانانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیلېږي

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، هغه وخت رارسېدلی چې د سولې د راتلو لپاره عملي ګامونه پورته شي او تر خوا یې د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره نوره هم زمینه برابروي او افغان حکومت په دې برخه کې بشپړه ژمنتیا لري.

Pa.azadiradio.com 

د پکتیکا د بکي‌خېلو امنیه قوماندان ووژل شو

د پکتیکا د بکي‌خېلو سیمې امنیه قوماندان د وسله‌والو طالبانو په حمله کې وژل شوی دی. د پکتیکا د ولایتي شورا غړي عزیز عزیز نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو پرون ماخوستن به بکي‌خېلو کې پر امنیتي ځواکونو حمله کړې وه. عزیز عزیز زیاتوي: "په دې نښته کې ۳ امنیتي کسان زخمیان شوي دي، داسې ویل کېږي چې د وسله‌والو طالبانو خوا ته هم تلفات رسېدلي دي." د پکتیکا امنیه قوماندانۍ په دې اړه خبرې نه‌دي کړې. وسله‌والو طالبانو هم په د ې اړه څه نه‌دي ویلي. بکي‌خېل که څه هم د یوې ولسوالۍ اداري تشکیل لري، لا رسماً ولسوالي نه‌ده بلل شوې. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په کورونو کې بند لوبغاړي تمرينونه څنګه کوي؟

په جاپان کې د اوړي اولمکپيک لوبې په جولای کې کېدونکې وي خو د کورونا وایرس وبا د مخنيوي لپاره د ټولبند يا لاکډان له کبله ځنډېدلې دي. په دې لوبو کې د برخه اخیستو لېواله لوبغاړو بيا هم خپل تمرينونه يا مشقونو جاري ساتلي دي. خو دوی داکار په مېدانونو کې نه بلکې په خپلو کورونو کې کوي. راپور او اېډېټ: بشيرګواښ ويډيو: اې اېف پي، رويټرز

Pa.azadiradio.com 

یورو ګروپ د کرونا وبا له امله د نړۍ پر اقتصادي اغېز خبرې کوي

د یورو ګروپ غړي هېوادونه به نن د جون ۱۱مه، د کرونا ویروس له کبله پر نړۍ د راغلې وبا د اقتصادي اغېز په اړه خبرې وکړي. په ایرو ګروپ کې عمدتاً هغه اروپايي هېوادونه غړي دي چې د پیسو واحد یې ایرو ده. د اروپايي اتحادیې د دې ډلې د ۱۹ غړو هېوادونو د مالیې وزیران به پر قبرس، اسپانیا او یونان د دې وبا د اقتصادي اغېز په اړه ځانګړی بحث وکړي. دا هغه هېوادونه دي چې پر اروپا د تېر اقتصادي بحران په وخت کې د نورې اروپا په مرسته وژغورل شول، خو دا وار د کرونا ویروس د وبا له کبله شا ته تللي دي. اوس‌مهال د پرتګال... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې د مظاهرو په دوام د ځینو تاریخي شخصیتونو مجسمې ونړول شوې

په متحده ایالاتو کې د یوه سپین پوستي پولیس په لاس د تور پوستي جورج فلوید له وژل کېدو وروسته د نژاد پالنې ضد د هڅو په لړ کې د هغو سیمبولو او نښو لیرې کول هم پیل شوي دي چې د نژادي توپیر ملاتړ کوي.

Pa.azadiradio.com 

فرانک مکنزي: طالبانو له امریکا سره په تړون کې ژمنه شوي شرایط نه‌دي بشپړ کړي

اسوشیټډ پرس اژانس ته، یوه بل امریکایي چارواکي چې نه‌یې غوښتل تفصیلات ورکړي، په دې شرط چې نوم به‌یې نه‌اخیستل کېږي، وویل چې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر اوس ۹،۰۰۰ ته رسېږي حال دا چې په فبرورۍ کې ۱۲،۰۰۰ ته رسېده.

Pa.azadiradio.com 

ایران د ویشتل شوې اوکراینۍ الوتکې تور بکس پاریس ته لېږي

ایران ویلي د هغې مسافر وړونکې اوکراینۍ الوتکې تور بکس د څېړنو لپاره پاریس ته لېږي چې د دغه هېواد ځواکونو ویشتلې وه. ایراني چارواکو د ملګرو ملتونو د هوایي چلند ادارې ته ویلي، دوی به دغه بکس وروسته تر دې فرانسې ته ولېږي چې په څېړنه کې له ښکېلو هېوادونو سره هوکړې ته ورسېږي. اوکراین او امریکا په دې څېړنه کې ښکېل هېوادونه دي. دغه الوتکه د جنورۍ میاشتې په اتمه نېټه تهران ته نږدې په توغندي رانسکوره شوه چې ۱۷۶ کسان په‌کې ووژل شول. ایران ویلي، د دغې الوتکې د ثبت اله چاته نه‌سپاري.

Pa.azadiradio.com 

امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته شویو کسانو شمېر تر ۲ میلیونو واوښت

په امریکا کې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمېر تر دوه میلیونو واوښت. پرون د جون په ۱۰مه په څو ایالتونو کې روغتیایي مسؤلانو وویل، له تېرو دوو اوونیو را په دې خوا ورځ تر بلې په روغتونونو کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو بسترېدل زیاتېږي. د امریکا په ارېزونا ایالت کې پرون په ورځني ډول د کرونا ویروس پېښې د ریکارډ کچې ته لوړې شوې، دا وروسته له هغه چې د مې میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د څو ورځو رخصتیو پر مهال ګڼ شمېر خلک دې ایالت کې تورېستي سیمو ته ولاړل. تکزاس، فلوریدا او شمالي کارولینا ایالاتونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

فارین پالېسي: ایا طالبان هغه کسان دي چې خبرې ورسره ممکنې وي؟

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد چې په دوحه او اسلام‌اباد کې یې د طالبانو له استازو او پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي، کابل ته تللی څو د افغانانو ترمنځ د خبرو د عملي بهیر د پیلېدو لپاره د ټولو لورو ترمنځ توافق ترلاسه کړي.

Pa.azadiradio.com 

سمنګان کې د سکرو کان کې د ایسار شوي کارګرانو د ژغورنې هڅې روانې دي

په سمنګان کې د سکرو په کان کې د ایسارو شویو کارګرانو د ژغورنې هڅې روانې دي. د افغانستان د شمال د سکرو د تصدي رئیس ریاض‌الدین شریفي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "شپږ جسده مو سهار راوایستل، دوه تنه مو بهر تلفات لرل چې ټول تلفات اتو ته ورسیدل. د ژغورني هڅې روانې دي. چاودنې سختې وې ځکه زموږ کار ورو ورو مخته ځي." په دې کان کې د سې شنبې په ورځ چاودنه وشوه چې دوه تنه یې دستي ووژل او شپاړس تنه نور د کان دننه په څو سوه مترۍ کې ګیر پاتې شول.

Pa.azadiradio.com 

شمالي وزیرستان کې د پوځیانو د ګزمې پر موټر ماین چاودنه وشوه

په شمالي وزیرستان کې پرون د پوځیانو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه. په دې پېښه کې دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور ټپیان شول. د پاکستان پوځ وایي چې دا چاودنه میرانشاه ته څېرمه شوې ده. کومې ډلې د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

По некоторым данным, самолет рейсом Котлас - Жуковский совершил вынужденную посадку в Кирове из-за неубранного шасси

Салют в честь Дня Победы начался в Москве

Анна Данилова дала старт Всероссийской акции "Синий платочек Победы" 2024 на станции метро Курская

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» ПРАВИТ МИРОМ?! Раскрыт реальный смысл Мавзолея на Красной площади России в Москве.


Москва

В рамках празднования Дня Победы в Москве пройдет ежегодный турнир среди студенческих футбольных команд «Вызов»






Rss.plus
Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Моргенштерн

Моргенштерн* раскрыл доход от платного телеграм-канала




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В рамках празднования Дня Победы в Москве пройдет ежегодный турнир среди студенческих футбольных команд «Вызов»

Федерация бокса России почтила память героев в День Победы в Чехове

Жители и гости Москвы смогут посетить фестиваль «Московская весна»


ATP

После победы в Мадриде Рублев поднялся с 8-го на 6-е место в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Денис Мацуев

Праздник "На переднем крае", концерт Дениса Мацуева и выставка "Русская свадьба. Традиции и обряды": куда сходить в Туле и Тульской области 11 и 12 мая



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России