د قرغزستان پخوانی ولسمشر په ۱۱ کاله او ۲ میاشتې بند محکوم شو
عزیز باتکوف چې د پارلمان د یوه غړي او د قرغزستان د کورنیو چارو د وزارت د یوه مقام په ګډون د څو تنو په قتل تورن و، په دوه زره دیارلسم کال کې د اتمباییف د جمهوري ریاست په وخت ناڅاپه له زندانه خوشې شو او روسیې ته ولاړ.
۶۳ اتمباییف هر راز غیرقانوني کار ردوي.
دی تېر کال د اګست په لومړیو کې د پولیسو او د ده د ملاتړیو ترمنځ تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته ونیول شو.