افغان حکومت: راتلونکې اوونۍ جرمني څخه ۵۸۵ تنفسي دستګاوې رارسېږي
افغانستان ۵۸۵ وینټیلاتور دستګاوې له جرمني اخیستې دي او تمه ده چې له راتلونکې اوونۍ دغه دستګاوې د هوا له لارې افغانستان ته انتقال شي. د افغانستان حکومت وایي چې د اوس لپاره ۲۶۱ وینټیلاتور دستګاوې شته او له نویو دستګاو سره به له کرونا ویروس سره د مبارزې چارې چټکې شي. د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال دفتر دغه معلومات په یوه اعلامیه کې خپاره کړې دي او هغه خبرونه یې یو مخ بې بنسټه بللې دي چې د وینټیلاتور یا تنفسي دستګاوې په لسګونو دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوې دي. بل لور ته د افغانستان لوی څارنوالي... Читать дальше...