د عربستان په مشرۍ ائتلاف د حوثيانو د توغول شوي توغندي مخه نیولې
دا اعلان په داسې وخت شوی دی چې د حوثیانو ټلوېزیون المسیره خبر ورکړ چې د سعودي عربستان دننه پراخ بریدونه شوې دي.
المسیره ټلوېزیون وایي چې د حوثیانو د پوځ ویاند به په څو ساعتونو کې په دې اړه نور معلومات ورکړي.
د سعودي په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي وویل چې د حوثیانو یو بالسټیک توغندی یې چې ریاض یې په نښه کړی و، په هوا کې شنډ کړی دی او د دوی دوه نور بالسټیک توغندي او اته بې پیلوټه الوتکې چې بمونه یې انتقالول، له منځه وړي دي.
په ریاض کې نن سپیده چاود مهال عیني شاهدانو د دوو لویو چاودنو غږ اورېدلی او په اسمان کې یې لوګي لیدلي دي.