سیمه ییز چارواکي: کندز کې ۸ امنیتي سرتېري وژل شوي
د دشت ارچي ولسوال نصر الدین ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو برید د شپې له یوې د سهار تر څلورو روان و، زموږ د عامه امن ۸ تنه شهیدان شوي، ۱۳ ټپیان شوې دي چې د عامه امن، ملي اردو ، ملي پولیسو او سیمه ییزو پولیسو غړي دي."
ښاغلي نصرالدین زیاته کړه چې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده خو کره شمېره یې نه ده معلومه.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.