ټرمپ: صربیا او کوسوو خپلې اقتصادي اړیکې ښې کوي
ټرمپ پرون وویل چې دا یو لوی پرمختګ دی.
د صربیا ولسمشر او د کوسوو صدراعظم پرون په واشنګټن کې له ټرمپ سره وکتل.
ټرمپ وویل چې د صربیا حکومت موافقه کړې چې په اسرائيل کې خپل سفارت له تل ابیبه بیت المقدس ته ولېږدوي.
کوسوو په ۲۰۰۸ میلادي کې خپلواکي اعلان کړه.
له هغه راهیسې دا هېواد له صربیا سره پر اقتصادي او تجارتي اړیکو مخالفتونه لري.