د غزني ولسونه: ښکېل لوري دې تاوتریخوالی راکم کړي
په غزني مرکز کې تقریباً هره شپه د دغه ځای اوسېدونکي له خواږه خوبه د سپکو او درنو وسلو درزا راویښوي.
مرتضی د غزني مرکز اوسېدونکی دی.
نوموړی د دغه ملت د یو وګړي په توګه په جګړو کې له ښکېلو لورو غوښتنه کوي چې تاوتریخوالی راکم کړي، څو د سولې خبرې پرمخ لاړې شي.
د ښار په کمربندي پوستو، ارزو، شبهاز، خوګیاڼو، سفنده، نوغي او ځینو نورو سیمو دغه جګړې تر سهاره روانې وي.
د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي، وسله وال طالبان په غزني کې د امنیتي ځواکونو له دفاعي حالته ناوړه ګټه پورته کوي او درنې جګړې یې پیل کړې دي.
وسله وال طالبان بیا وایي، تر هغې چې سوله نه وي شوي دغه بریدونه به همداسې روان وي.
د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، په اوس وخت کې د جګړې اړتیا ده او وجه یې هم مقابل لوری دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو په تبادلې او بین الافغاني خبرو ته د دواړو لوریو په چمتوالي سره تر بل هر وخت زیات، سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو هیلې ډېرې شوي.