لغمان کې یو سیمهییز پولیس ووژل شو او درې نور ټپیان دي
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه په الیشنګ ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.
ښاغلی دولتزی زیاتوي: "تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ د کوټالۍ په امنیتي پوستې وسلهوالو طالبانو ډلهییز برید وکړ چې د افغان ځواکونو په مېړانې سره دا برید په شا تمبولی. متأسفانه په دې نښتو کې یو سیمهییز پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.»
ښاغلی دولتزی وایي په متقابل برید کې طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې، خو شمېر یې نهدی یاد کړی.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه لا څه نهدي ویلي.