ملګري ملتونه: ایران د ژمنې خلاف ۱۰ برابره زیات یورانیم بډای کړي
په ورته وخت کې دغه سازمان وایي چې ایران اوس دوی ته اجازه ورکړې ده چې اټمي تأسیساتیې وګوري. د ۲۰۱۵ کال تر اټمي تړون مخکې ایران خپل یورانیم ۲۰ فیصده غني کول.
بیا تر تړون وروسته ۳،۶۷ ته ورسېدل او اوسیې تر څلور نیم فیصده پورې رسولې دي.