ټرمپ: داسې ثبوت نهشته چې کرملېن ناوالني مسموم کړی وي
وروسته تر دې چې د چهارشنبې په ورځ جرمني وویل چې د لابراتواري معایناتو له لارې معلومه شوه چې ناوالني مسموم شوی دی، دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ په دې اړه څرګندونې کړې دي.
ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته دا هم وویل چې دی به ډېر په قهر شي که چېرته داسې شوې وي او که داسې وي دا به یوه تراژیدي وي.