چارواکي: ګیزاب کې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي
د ارزګان چارواکي د دې ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه قوماندان په کډون د ۸ وسله والو طالبانو د وژلو خبره کوي.
د ارزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادۍ راډيو ته وویل چې دغه وسله وال طالبان تېره شپه په هغو سیمو کې د افغان هوايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي چې تیره اونۍ طالبانو لاندې کړې وې.
هغه زیاته کړه: "په دغه بمبارد کې د وسله والو طالبانو نولسو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې چې اته یې وژل شوي او یولس نورټپیان دي، په وژل شویو کې د مولوي مبارز په نوم د دوی یو سرګروپ هم شامل دی."
د ساحل په وینا د افغان امنیتي ځواکونو عملیات به د طالبانو له خوا په ورستیو کې په نیول شویو سیمو کې روان وي.
د ګیزاب ولسوالۍ امنیه قوماندان ازادي راډيوته وویل چې د دغې ولسوالۍ بازار او یو شمېر د دولتي ودانۍ یې لاهم د طالبانو په ولکه کې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.