د پچیراګام اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاو له کمښته ځورېږي
د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي اسانتیاو له کمښته ځورېږي.
پچیراګام د ننګرهار یوه له سرحدي او غرنیو ولسوالیو ده، چې په تېره شاوخوا یوه نیمه لسیزه په کې جنګ جګړو د ځایي خلکو ژوند سخت اغېزمن کړی دی.
د پچیراګام اوسیدونکي وایي، کلونه وشول چې د ژوند لپاره د اسانتیاوو په ځانګړي ډول په روغتیایي برخه کې له ستونزو کړېږي.
دوی پر ځایي چارواکو او مسؤلینو نیوکه کوي، چې ګوندې له کلونو راهیسې ورسره په بېلابېلو برخو کې ژمنې کېږي خو تراوسه یې یوه هم نه ده عملي شوې.
د پچیراګام یو اوسېدونکی منور تر هرڅه لومړی په دې ولسوالۍ کې روغتیايي اسانتیاوې او عمومي سړک غواړي.
هغه وویل: "د کلینېک تعمیر نه لرو، د صحي اوبو زېرمه یا سېستم نه شته، خو تر ټولو مهم مشکل مو سړک او دا د کلینیک تعمير دی."
۵۶کلن عبدالسلام د پچیراګام د ګیره خېلو اوسېدونکی دی، دی وایي، د سړک نشتوالي یې ژوند سخت کړی او مرکز ته د ناروغانو رسولو پرمهال یې ناروغان د مرګ تر کومې رسېږي.
هغه وویل: "سړک ټول خام دی، کنډ او کپر دی، دغلته هغه بله ورځ مړی شوی و، خلکو خپل ځای ته په خاپوړو راوړ، باران خو چې وشي بیا موټر هم نه شي پرې تللی، د دغه سړک غم دې راته وکړي."
پچیر اګام د ننګرهار جنوب ته په شاوخوا ۴۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې شمال ته له ډیورنډ کرښې، ختیځ ته له هسکې مېنې، حنوب ته له چپرهار او لوېدیځ ته د خوګیاڼو له ولسوالیو سره ګډې پولې لري.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ننګرهار والي ضیاء الحق امرخېل دغې ولسوالۍ ته سفر درلود او دغلته یې له ولسي خلکو تر لیدو وروسته د دوی د ستونزو د حل کولو ډاډ ورکړ.
که څه هم له دې سفره شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوي خو د پچیراګام ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، تر اوسه ورته د ستونزو د حل په موخه د عمل کوم څرک نه دی لګېدلی.
خو اوس د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس نصیر احمد درانی د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د روغتیايي اسانتیاوو په برخه کې ډاډ ورکوي او وایي، پوښتنه به یې وکړي او یو ټیم به د څارنې لپاره ور واستوي.
درانى زياتوي: "هلته چې د کلینیک مراجعین زیات شي، امنیت ښه شي، د سوپروایزرانو تګ راتګ په اسانۍ وشي نو دا ټول شیان به کنټرول شي خو زه به په دې اړه یوه پوښتنه وکړم او د نظارت یو ټيم به هم ورولېږم."
بل پلو د ننګرهار د ټولګټو چارو سرپرست رئیس حامد ضیا وایي، د پچیراګام ولسوالۍ د ګیره خیلو سیمې ته د غځېدلي سړک د جوړړول یې د پلان برخه ده او چارې به یې په نوي کال کې پیل شي.
ضيا وویل: "مونږ د ۱۴۰۰ کال لپاره پلان کې نیولې، چې باید په اساسي ډول حفظ او مراقبت شي خو د عادي حفظ او مراقبت لپاره به یې هم مونږ ټيمونه اماده کړو څو وشو کولای چې لومړني خدمات خلکو ته وړاندې کړو."
د پچیراګام ولسوالۍ اوسیدونکي داسې مهال په خپلو سیمو کې د بیارغونې، روغتیا او نورو برخو کې د اسانتیاوو له نشتوالي شکایت کوي، چې له دې وړاندې د ننګرهار د یو شمېر نورو لیرې پرتو ولسوالیو اوسېدونکي هم پر ولایتي ادارې له دې امله نیوکې کوي چې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې متوازن انکشاف ته یې پاملرنه نه ده کړې.