افغانستان ازبېکستان ته د وچې مېوې صادرات پيل کړل
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې ازبېکستان ته یې د وچې مېوې صادرات پيل کړل.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن پنجشنبه (د کب ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د ایرا فورټ په نامه د یو کورني شرکت په همکاري دا صادارت پيل شول.
د ښاغلي رستمي په خبره تېره ورځ لومړۍ جوپه د ۶۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ ټنه سره ممیز ازبېکستان ته صادر شول.
څو ورځې وړاندې هم افغان دولت ۱۴ ډوله وچه مېوه هم کاناډا ته صادر کړه، د افغانستان وچې مېوې نړۍ کې ښه بازار موندلای.
افغانستان په سیمه کې د وچې مېوې یو مهم تولیدونکی هېواد دی چې د کال په اوږدو کې سیمې او نړۍ ته بېلابېل زرګونه ټنه وچه مېوه صادروي.