پکتیا کې د ۴ 'ترورېستي' پېښو مخه ونیول شوه
په پکتیا کې امنیتي چارواکي وايي، په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې یې د ۴ ترورېستي پېښو مخه نیولې ده.
تندر قول اردو پرون (پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، طالبانو د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې سیمې په ګل غونډۍ کې د هاوان ۴ ګولۍ ایښې وې چې د ملکي وګړو کورونه پرې وولي، خو د سرحدي لوا د لومړي کنډک ځواکونو یې مخه ونیوله.
طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي.