افغان کرکټ ملي لوبډلې د کمال خان بند د پرانیستو په ویاړ خپلمنځي سیالۍ وکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د کمال خان بند د پرانیستو په ویاړ د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې یوه ۲۰ اووریزه لوبه وکړه.
په دې لوبه کې ملي لوبډله په دوو برخو وېشل شوې وه چې یوهیې 'د کمال خان د جوړوونکو' او بله 'د کمال خان بند د ساتونکو' په نوم د سیالۍ ډګر ته راغلې.
لوبه د کمال خان بند جوړوونکو پیل کړه. دې لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې ۲۲۵ منډې وکړې او سیالې لوبډلې تهیې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.
خو د کمال خان بند ساتونکو لوبډلې په ۱۹ اوورونو کې دا لوبه وګټله. د کابل د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د لوبې نندارچیانو د دې لوبې پر مهال تودې ولولې وښودلې.
عصمت اریوبي آزادي راډیو ته وویل: "ډېر خوښ یم چې په داسې یوه ویاړلې لوبه کې ګډون کوم. له کرکټ څخه ډېر خوښ یم چې د افغانانو پر شونډو موسکا راولي او خوښي ورکوي. کور یې ودان."
د کمال خان بند د پرانیستو په ویاړ له دې مخکې د هېواد په نورو برخو کې هم یو لړ جشنونه جوړ شوي دي.