واشنګټن کې برید؛ د کاپیټل هیل ماڼۍ یو ساتونکی وژل شوی او بل ټپي دی
یو موټر د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د کاپیټل هیل ماڼۍ دوه ساتونکي وهلي دي، یو یې وژلی، بل یې ټپي کړی دی.
د موټر چلوونکی وروسته تر دې وویشتل شو چې پر یوه ساتونکي یې چاقو را وایست.
پرون جمعه (د وري ۱۳مه) چې کله دا برید کېده د کانګرس غونډه نه وه.
پولیس وایي، تر اوسه داسې نه ښکاري چې دا به یو ترورستي برید وي.
د ټپي ساتونکي روغتیایي حالت ښه دی، خو په روغتون کې بستر دی.
د وژل شوي مشکوک برید کوونکي ورور واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي دي چې ورور یې په نشه يي توکو روږدی و او کورنۍ یې د ده رواني ناروغۍ ته اندېښمنه وه.