په ګلان کمپ کې وزیرستاني ماشومان وايي ښوونځي دې یې نه تړل کېږي
![په ګلان کمپ کې وزیرستاني ماشومان وايي ښوونځي دې یې نه تړل کېږي](https://gdb.rferl.org/f0455849-ccab-4cd7-a600-c131ef47653c_tv_w800_h450.jpg)
په ګلان کېمپ کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو ماشومان او ښوونکي له افغان حکومت او د کډوالو په برخه کې له مرستندویه ملي او نړیوالو بنسټونو غواړي چې دغلته دې د زده کړو د دوام زمینه برابره کړي. دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د ناروې د کډوالو شورا یا NRC وزیرستانیو کډوالو لپاره خپل تعلیمي پروګرام د مارچ پر ۳۱مه پای ته ورساوه. له همدې امله تر پنځم ټولګي پورې نجونې او هلکان له زده کړو پاتې شوي دي. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.