امریکا له خپلو متحدانو سره په چین کې د المپیک لوبو کې پر نهګډون خبرې کوي
د امریکا متحده ایالات غواړي له خپلو متحدانو سره پر دې خبرې وکړي چې په چین کې د ۲۰۲۲م کال په المپیک لوبو کې ګډون ونهکړي. واشنګټن له ننه نږدې څلور لسیزې مخکې په ۱۹۸۰م کال کې په پخواني شوروي اتحاد کې د المپیک لوبې د دې لپاره بایکاټ کړې چې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل کړی و. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه چې کله د سې شنبې په ورځ پوښتنه وشوه چې له خپلو متحدانو سره به یوځای د چین المپیک لوبې بایکاټ کړي؟ نید پرایس په ځواب کې وویل چې د دې مسئلې د بحث هیله لرو. نید پرایس زیاته کړه چې... Читать дальше...