بایډن: امریکا کې د کرونا ضد ۱۵۰میلیونه ډوزه واکسین ورکړل شوی
![بایډن: امریکا کې د کرونا ضد ۱۵۰میلیونه ډوزه واکسین ورکړل شوی](https://gdb.rferl.org/ce29cee9-e5c7-462c-a226-6e1668ed5994_w800_h450.jpg)
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، د ده د حکومت د کار له پیله تر اوسه پورې په امریکا کې د کرونا ضد یو سلو پنځوس میلیونه ډوزه واکسین ورکړل شوی دی.
ښاغلي بایډن پرون سې شنبه (د وري ۱۷مه) ماسپښین په سپینه ماڼۍ کې همدا راز وویل چې تر ټاکل شوې نېټې دوه اوونۍ مخکې یعنې د روان اپریل میاشتې په ۱۹مه نېټه به د کرونا ضد عمومي واکسیناسیون پیل شي.
ده په دې اړه تر وینا وړاندې د ویرجنیا ایالت په الکساندریې ښار کې د واکسیناسیون یو مرکز له نژدې ولید.
د وروستیو شمېرو له مخې، تر اوسه پورې په امریکا کې تر ۱۶۷ میلیونه ډېر خلک د کرونا پر ضد واکسین شوي.
لږ تر لږه په سلو کې ۴۰ امریکایانو دوه ډوزه واکسین کړی دی.