کندهار چارواکي: میوند ولسوالۍ کې دوو جلا پېښو ۶ تنه وژلي
![کندهار چارواکي: میوند ولسوالۍ کې دوو جلا پېښو ۶ تنه وژلي](https://gdb.rferl.org/AA2B3A53-F3C0-4CE5-8E7C-8BB62E94D78D_w800_h450.jpg)
د کندهار په میوند ولسوالۍ کې په دوو جلا پېښو کې شپږ تنه وژل شوي او یولس تنه ټپيان شوي دي.
د کندهار د امنیه قومانداني ویاند جمال ناصر بارکزي تېر ماښام ازادي راډيو ته وویل چې پر یوه مسافر وړونکي بس مازدېګر مهال د خاک چوپان په سیمه کې چاودنه وشوه.
دی وايي: "په میوند ولسوالۍ کې د مسافر وړونکو پر غټ موټر د وسله والو ترهګرو ښخ شوی ماین چاودلی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې څلور ملکیان وژل شوي او پنځه تنه یې ټپیان شوي دي."
د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.
دی وايي، تر دې چاودنې نژدې یو ساعت مخکې په همدې میوند ولسوالۍ کې د پولیسو هاموې ټانک له یوه موټر سره ټکر شو چې دې پېښه کې دوه پولیس ووژل شول او شپږ ملکیان ټپيان شول.