د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې د روغتیا په اړه پوهاوی کم دی: ډاکتران
ډاکتران وايي، په ښاري سیمو کې خلک اکثر روغتونونو او کلېنېکونو ته ځي خو په کلیوالو سیمو کې د روغتیا او په ځانګړي ډول د مور و ماشوم صحت په اړه پوهاوی نسبتاً کم دی چې له کبله یې خلک په پاخه عمر کې د بېلا بېلو دایمي ناروغیو ښکار کېږي.