کېم جونګ اونګ: شمالي کوریا تر ټولو په بد حالت کې دی
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اونګ اعتراف وکړ چې هېواد یې تر ټولو په بد حالت کې دی.
ده چې په پیونګ یانګ کې د خپل واکمن ګوند په یوه ستره غونډه کې وینا کوله، وویل: "د خلکو په ژوند کې د ښه والي راوستل ان تر ټولو په ممکن بد حالت کې چې موږ اوس ورسره مخامخ یوو او پر راز-راز او سترو ننګونو برلاسه کېدا د ګوند د غړیو له فعالیت سره تړلې چارې دي."
د چارو کتونکي وايي چې د شمالي کوریا مشر چې د واکمنۍ لسیزه یې پوره کېدو ته نژدې ده، له خورا سختو چلېنجونو سره مخامخ دی.