دفاع وزارت: بدخشان کې ۲۱ طالبان وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د بدخشان ولایت د وردوج ولسوالۍ لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال تر شلو له زیاتو وسله والو سره یو ځای د هوايي ځواک په حملو کې وژل شوی دی.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور جزئیات ورکړل: "په هغو هوايي حملو کې چې پرون د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې وشوې، ۲۱ طالبان چې د وردوج لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی ولسوال قاري حیدري هم په کې دی، وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي."
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د جګړې ښکېل اړخونه تل یو بل ته د سختو زیانونو د اړولو ادعاوې کوي.