بشري حقونو افغان کمېسیون: افغان ځواکونو خوست کې دوه تنه وژلي
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د هاوان مرمۍ له امله یوه ښځه او یو ماشوم وژل شوي دي. د دغه کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ د شنبې (د وري ۲۱مه) په ورځ رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي: "دواړه خواوې باید د افغانانو غوښتنې ومني او اوربند وکړي، له بلې خوا له افغان دولته مو غوښتنه دا ده چې د خلکو په ساتنه کې مخکښ شي او دې برخه کې مسولانه چلند وکړي." خو دغه کمېسیون دا نه دي ویلي... Читать дальше...