روغتیا وزارت پر افغان ورزشکارانو د کرونا ضد واکسین پلی کوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت افغان ورزشکارانو ته هم د کرونا ویروس ضد واکسین طبیق پیلوي.
د افغانستان د المپیک ملي کمېټه وايي چې عامې روغتیا وزارت افغان ورزشکارانو ته د سل ډوزه کرونا ضد واکسین د ورکړې په برخه کې د دوی غوښتنه منلې او دې برخه کې به هغو ورزشکارانو ته لومړیتوب ورکړل شي چې بهرني ورزشي سفرونه لري او دغه ویروس یې ګواښي.
د المپیک ملي کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي د شنبې (د وري ۲۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې واکسین پلي کېدل به سر له راتلونکې اوونۍ پیل شي.
ښاغلي پوپلزي زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت د افغان ورزشکارانو لپاره سل ډوزه واکسین چې زموږ غوښتنه وه برابر کړي او نېږدې راتلونکی کې به یې د تطبیق لړۍ پیل شي، له عامې روغتیا وزارته مننه کوو چې ورزشکارانو ته یې لومړیتوب ورکړ، څو ورزشکاران هم له کرونا ویروسه په امان کې وي."
ښاغلی پوپلزی وايي، د نړیوال المپیک د لایحې او طرزالعمل له مخې د دې واکسین کول اختیاري دي، نه اجباري او که څوک ونه غواړي دوی ورته دا واکسین نه طبیقوي.
دا څرکندونې وروسته له هغې کېږي چې تېره اوونۍ د ازادي راډیو ځوان فکر خپرونه کې د ورزشي چارو یو شمېر شنونکو چې د تېر یوه کال په بهیر کې یې د کرونا ویروس تر سیوري لاندې پر افغان ورزشي فعالیتونو خبرې کولې له اړوندو مسوولینو وغوښتل چې افغان ورزشکارانو ته هم باید کرونا ضد واکسین طبیق شي، په ځانګړي ډول هغوی چې بهرني ورزشي سفرونه لري.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان ورزشکاران هم دې برخه کې د المپیک د ملي کمېټې له پاملرنې او د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له همکارۍ هرکلی کوي.
د ازادو سیالیو اتل احمد ولي هوتک وايي:"د عامې روغتیا له وزارت ډېره مننه کوم چې ورزشکارانو ته یې لومړیتوب ورکړ او دوی ته یې واکسین ورکړ، ځکه موږ ډېر سفرونه لرو او ورزشکاران ډېر له ګواښ سره مخ دي."
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، د هند له خوا چې د ۵۰۰ سوه زره ډوزه واکسین مرسته شوې وه، دا باید دوه نیم لکه کسانو ته طبیق شي او لومړيتوب په کې روغتیايي، رسنیز کار کوونکي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوی وو چې یوازې یو لک او لس زره ډوزه یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ته طبیقېږي.
د دغه وزارت یو ویاند احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل، دا پړاو د بشپړېدو په حال کې دی، خو په خبره یې د المپیک ملي کمېټې لپاره چې کوم واکسین ورکړل شوی دا به له دوهمې محمولې څخه وي چې استادانو او ښوونکو ته هم ورکول کېږي.
افغانستان ته د کرونا ویروس ضد واکسین دوهمه محموله چې څلور لکه اته شپېته زره (۴۶۸۰۰۰) ډوزه واکسین په کې شامل وو.
د تېر لمریز کال د کب میاشتې په اتلسمه نېټه د واکسین د نړیوال همغږي کوونکي بنسټ کوواکس له خوا یې له افغانستان سره مرسته شوې وه.