د هرات- اسلام کلا او هرات- تورغونډۍ لارې بېرته پرانېستل شوې
![د هرات- اسلام کلا او هرات- تورغونډۍ لارې بېرته پرانېستل شوې](https://gdb.rferl.org/33777C41-EF9B-4EE8-B306-167FB644A3B6_cx16_cy18_cw83_w800_h450.jpg)
په هرات ولایت کې دوه مهمې لارې د هرات- اسلام کلا او هرات- تورغونډۍ لارې پرون بېرته پرانېستل شوې.
دغه لارې له یوې اوونۍ راهیسې د هغو کسانو د تحصن له کبله تړل شوې وې چې د اسلام کلا ګمرک په وروستۍ اورلګېدنه کې زیانمن شوي دي.
د هرات والي ویاند، جېلاني فرهاد پرون شنبه (د وري ۲۱مه) ازادي راډیو ته وویل: "د هرات- اسلام کلا او هرات- کندهار ترمنځ د لویو لارو فعالیت له سره پیل شو. د پارلمان او مالیې وزارت د پلاوي تر سفر او د هرات ولایت چارواکو تر خبرو وروسته دغه اعتصاب او تحصن پای ته ورسېد."
د والي ویاند وايي، دغه تحصن په دې ولایت کې د غذايي او نورو موادو د بیو لوړېدو سبب شوی و.
د تحصن برخه والو چې د سلواغې/ دلوې پر ۲۵ مه په اورلګېدنه کې زیانمن شوي، د زیانونو د جبران غوښتنه درلوده.