افغانستان کې له ۳میلیونو ډېر ماشومان له ګوزڼ ضد واکسینه بې برخې دي
له درې میلیونو ډېر افغان ماشومان له ګوزڼ ضد واکسین بې برخې دي افغانستان تېره اوونۍ د پولیو ضد واکسین د کمپاین شاهد و، خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې ښایي له درې میلیونو څخه ډېر ماشومان د بېلابېلو دلایلو په ځانګړي ډول ناامنۍ له واکسین کولو پاتې شي. طالبانو ویلي چې دوی به اجازه ورنه کړي چې واکسین د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې ورکړل شي. د پولیو واکسین کمپاین پرمهال په ننګرهار کې د ښځینه کمپاین درې کار کوونکې ووژل شوې، خو طالبانو د دې وژنې مسؤلیت نه دی منلی. بشپړ ویډیويي راپور دلته د دې لېنک له لارې وګورئ... Читать дальше...