لاهور کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی
د پاکستان د لبیک تحریک فعالانو نن سې شنبه (د اپریل ۱۳) په لاهور، کراچۍ او راولپنډۍ ښارونو کې واټونه بند کړل.
د ازادي راډیو د مشال څانګې د راپور له مخې، په لاهور کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی دی.
پولیسو د پاکستان د لبیک تحریک مشر سعد رضوي پرون په لاهور کې ونیوه.
وروسته له دې چې د فرانسې حکومت تېر کال په چارلي هیدو مجله کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته د منسوب کاریکاتور د خپرېدا دفاع وکړه، د لبیک تحریک له پاکستانه د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه وکړه.
د دې تحریک زرګونو پلویانو تېر کال هم هغه لوی سړک بند کړی و چې اسلام اباد ته غځېدلی دی.