د ناپیلیون کمیس او یو لیک بلجیم کې نندارې ته ایښودل شوی
د ناپیلیون بناپارټ یو کمیس او یو لیک په بلجیم کې نندارې ته ایښودل شوی.
د راپورونو له مخې ناپیلون بناپارټ چې په ۱۹مه پیړۍ کې د فرانسې امپراطور و، دغه سپین رنګه او بې لستوڼو کمیس هغه مهال اغوست چې د اتلانتیک جنوب د سینټ ایلینا ټاپو کې یې په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه.
هغه لیک هم چې نندارې ته وړاندې شوی د هغو څو محدودو لیکونو څخه یو دی چې ناپیلیون په لاس په انګریزي لیکلی.
تمه ده چې دغه لیک به د اکتوبر په ۲۷مه په لندن کې د خرڅلاو لپاره داوطلبي ته وړاندې شي.
د بریتانیا د واترلوی موزیم مسوولین وایي، د ناپیلیون بناپارټ لیک ښایي په ډېره لوړه بیه چې په تاریخ کې به یې ساری نه وي لیدل شوی، وپلورل شي.