د کابل کلکان ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه بله ستن په ماین والوزول شوه
د ازبکستان د وارداتي برېښنا یوه ستن په کلکان ولسوالۍ کې په ماین والوزول شوه. د افغانستان برښنا شرکت د پروان حوزې مشر روحالله ساجد ازادي راډیو ته وویل چې تېر ماښام شاوخوا اته نیمې بجې نامعلومو وسلهوالو له دې ستنې سره چاودېدنکي مواد ځای پرځای کړي وو. د ښاغلي ساجد په خبره د دې ستنې په ویجاړېدو سره د پلازمېنې په ګډون د اوو ولایتونو برېښنا پرې شوه. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی. برښنا شرکت له دې پېښې وروسته په یوې اعلامیه کې وویل چې د دې شرکت تخنیکي کارکوونکي په کلکان کې دي او هڅه کوي... Читать дальше...