تاتارستان کې پر ښوونځي برید؛ د ۹ کسانو مړي د دوی کورنیو ته سپارل شوي
د هغو ۹ کسانو مړي د هغوی خپلو خپلوانو ته د ښځولو لپاره وسپارل شول چې د تاتارستان د مرکز پر یوه ښوونځي په برید کې وژل شوي وو.
مسطنتقین په دې اړه څېړنه کوي چې ولې د دې ښوونځي زده کوونکي او ښوونکي د حملې لپاره په نښه شوي وو او عاملان یې څوک دي؟
په دې پېښه کې له شلو زیات کسان ټپیان شوي. ډېری قربانیان د ښوونځي زده کوونکي او مسلمانان دي.
وژل شوي څلور هلکان او درې نجونې، ټول د اتم ټولګي زده کوونکي بلل شوي او یو ښوونکی او د ښوونځي یو بل کار کوونکی هم په وژل شوېو کې شامل دي. یو ۱۹ کلن کس د دغې حملې په تور نیول شوی او ویل شوي چې هغه مخکې له دې چې په ښوونځي کې دننه ډزې پیل کړي، په وره یې کې یې یوه وسیله چاودلې وه.
د دغې پېښې په خاطر نن په تاتارستان کې ملي ویر اعلان شوی.