د اختر شپو ورځو کې د پټاقیو او داسې نورو اور بلوونکو توکو کارولو اندېښنې زیاتې کړي
د اختر په دې شپو ورځو کې د پټاقیو او دې ته د ورته توکو د کارولو هیبتناک غږونه اورېدل کېږي.
کابل ښاریان د اختر او نورو ځانګړو شپو، ورځو کې د پټاقیو، فشنګونو او دې ته د ورته نورو توکو کارول یوه ستونزه ګڼي او له دې امله اندېښمن دي.
د دغه ښار ځیني اوسېدونکي وايي، د ماشومانو لهخوا د داسې توکو کارولو د دوی ذهني ارامتیا لهمنځه وړې، خو کورنیو او پولیسو یې مخنیوي ته هیڅ اقدام نهدی کړی.
سلیم ازادي راډیو ته وویل: "ماشومان په شپه کې پټاقۍ چوي چې تند غږ یې خلک ځوروي. نهپوهېږم د دوی کورنۍ ولې د مسؤلیت احساس نهکوي او پولیسیې ولې مخه نهنیسي، باید پولیس اقدام وکړي."
سربېره پر پټاقیو، فشنګونو او نور اور بلوونکو توکو، د شپې لهخوا ډزې او د ماشونو د پلاستیکي تومانچو غږونه کابل ښاریان ځوروي.
د دغه ښار بل اوسېدونکی طارق وايي، ټولې کورنۍ باید د خپلو ماشومانو کړنې اداره کړي، څو په راتلونکي کې قهرجن ونهاوسي.
طارق زیاتوي: "پرته له شکه هغه ماشومان چې پټاقۍ، پلاستیکي وسلې او نور اور بلوونکي توکي کاروي، د خلکو پر روحیه منفي اغېز کوي، دغه ماشومان په راتلونکي کې قهرجن وي او حتی جرمونه او وحشت کوي، هیلهمند یم چې کورنۍ خپل اولادونه کنټرول کړي."
د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، په وروستیو څو اوونیو کې یې د پټاقیو او اور بلوونکو توکو ډېر بارونه ضبط او پلورونکي یې نیولي دي.
د دغې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ټینګار کوي چې پولیس به د پټاقیو او دې ته د ورته توکو له کاروونکو سره قانوني چلند وکړي.
ښاغلی فرامرز وايي: "د پټاقیو، فشنګونو او داسې نورو توکو له کاروونکو سره به جدي چلند وشي، د کابل پولیس له ټولو کورنیو غواړي چې دې موضوع ته پام وکړي، ځکه چې د خلکو عیني او رواني امنیت مهم دی. په ټولو ناحیو کې به د خلکو شکایتونو ته رسېدنه وشي."
مخکې له دې هم د پټاقیو، فشنګونو او داسې نورو توکو کارولو، کابل ښاریانو ته سرخوږی جوړ کړی او شکایتونهیې کړي دي.
کله کله د دغو توکو کارولو ځیني ماشومان ټپیان کړي هم دي.
د یادولو ده، سره له دې چې د دغه توکو د پلور او پېر او کارولو د مخنیوي ژمنې شوي، خو د خلکو په خبره، امنیتي ځواکونهیې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.