بدخشان کې لاریونونه دوام لري، د قربانیانو کورنۍ عدالت غواړي
د بدخشان ولایت مرکز فیضاباد اوسېدونکو د سې شنبې په ورځ په پرلهپسې ډول د شپږمې ورځې لپاره لاریون وکړ.
د لاریون په لومړۍ ورځ، د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه چې پنځه تنه پهکې ووژل شول او تر ۴۰ ډېر ټپیان شول.
د قربانیانو کورنۍ اوس د پېښې د عاملینو د محاکمه کولو غوښتنه کوي.