ګوترش بیا د ملګرو ملتونو د سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکل شو
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه) انتونیو ګوترش د دویمې دورې لپاره د دغه سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکه.
ګوترش به د پنځو نورو کلونو لپاره هم د دغه نړیوال سازمان چې ۱۹۳ غړي لري، مشري کوي.
د همدې میلادي میاشتې په پيل کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا چې ۱۵ غړي لري، د دویمې دورې لپاره د ګوترش د بیا ټاکل کېدو ملاتړ کړی و.
د ۷۲ کلن ګوترش د ماموریت دویم پړاو د راتلونکې ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیلیږي.
د نړۍ بېلابېلو چارواکو ګوترش ته پر خپل پوست د بیا ټاکل کېدو له کبله مبارکي ورکړې ده.