له کابل، پنجشیر او ننګرهار پرته ۳۱ ولایتونو کې د شپې ګرځبندیز اعلان شو
وروسته له هغې چې ځینې ولسوالۍ طالبانو لاندې کړې او په لویو ښارونو د برید وېره رامنځته شوه، افغان حکومت نوي اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.
د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې یوې باخبرې سرچینې ازادي راډیو ته ویلي چې له کابل، پنجشیر او ننګرهار ولایتونو پرته به د شپې ګرځېدنې دا بندیز، په پاتې ۳۱ ولایتونو کې د شپې له لسو د سهار تر ۴ بجو پورې وي.
سرچینې زیاته کړه، دغه اقدام ښارونو ته د طالبانو د نفوذ مخنیوي په خاطر شوی، خو ویې نه ویل، چې دا پرېکړه له کومې نېټې د اجرا وړ ده؟
په ورته وخت کې د افغاسنتان دفاع وزارت وايي، په ډېری ولایتونو کې د طالبانو حملې له ماتې سره مخ شوي او دم ګړۍ افغان امنیتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان ازادي راډیو ته په لېږل شوي ویډیويي پيغام کې ویلي،د هرې ورځې په تېرېدو افغان امنیتي ځواکونه سیمې نیسي: "د ولسوالیو او په ځانګړي توګه د بندرونو د ازادېدو لپاره ځانګړی پلان شته، افغانان به ډېر ژر په بندرونو کې د بدلون شاهدان واوسي، دغې سیمې به افغان امنیتي ځواکونه یو ځل بیا له طالبانو ازادې کړي."
د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۲۶۴ طالبان وژل شوي او ۱۷۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه طالبان د هېواد، لغمان، ننګرهار، نورستان کونړ، پکتیا، غزني، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، کندز او کاپيسا ولایتونو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان ځواکونو د پرمختګ او دغې ډلې ته د اوښتو تلفاتو ادعا ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېرو نږدې دوه نیمو میاشتو کې طالبانو له ۱۸۰ د زیاتو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د ځینو ولسوالیو مرکزونه یې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره امن ځای ته انتقال کړي چې دا د ولسوالیو د سقوط معنی نه لري.
د افغانستان دفاع وزارت هم دا تاکتیکي شاتګ بللی دی.
تېره اوونۍ د افغانستان دفاع وزارت بیا ویلي وو، ۱۷ ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو نیولي دي.
دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د هرات د کروخ ولسوالۍ یې هم له طالبانو بېرته نیولې ده.