بلخ چارواکي: القاعده سره د طالبانو اړیکې لا شته، د جګړې مشري ور ترغاړې ده
افغان امنیتي چارواکو ویلي چې د افغانستان شمال کې د طالبانو د جګړې کنټرول او مشري د بهرني جنګیالیو او د القاعده شبکې په لاس کې ده.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعاتو امر، حنیف رضايي نن شنبه (د زمري۲مه) ازادي راډیو ته ووېل، دا بهرني جنګیالي ایغور، عرب، ازبېک، سومالیايي او زیات شمېر پاکستانیان دي چې شمېر یې تر پنځو زرو رسېږي.
رضايي ادعا وکړه چې دا بهرني تروریستان په بلخ، سمنګان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي.
دی وايي: "دوی تلفات هم درلودل، په ځانګړي ډول پاکستانیانو ته زیاته مرګ او ژوبله اوښتې. دغو بهرنیو تروریستانو ته تر ټولو ډېر تلفات په بلخ، فاریاب او سرپل کې د هوايي حملو په پایله کې اوښتي دي."
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د مطبوعات امر وايي، طالبانو د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي او د هېواد په شمال کې د دغې ډلې حملې د القاعده ډلې له خوا پلان او پلي کېږي.
رضايي زیاته کړه: "طالبانو هېڅکله هم خپلې اړیکې د القاعدې سره نه دي پرې کړي او اوس هم جګړو او پلان جوړونه کې القاعده د طالبانو ځواکمن بازو دی."
په بلخ کې د طالبانو تر ولکې لاندې ولسوالیو کې ځینې خلک هم وايي چې د طالب جنګیالیو ترمنځ بهرني وګړي پراخ حضور لري.
له ډلې یې د بلخ ولسوالۍ اوسېدونکی ۲۸ کلن محبوب الله وايي: "د طالبانو منځ کې داسې کسان هم شته چې په ژبه او خبرو یې موږ نه پوهیږو. دوی په بهرنیو ژبو خبرې کوي. زما په اند چې پاکستانیان او هم ازبیکستانیان دي."
په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد، ازادي راډیو ته د دغې ډلې په لیکو کې د بهرني جنګیالیو حضور رد کړ او ویې ویل، د افغانستان حکومت د عامه ذهنیت د تخریب لپاره دا ادعاوې مطرح کوي.
مجاهد زیاته کړه: "زموږ په لیکو کې بهرني وګړي نشته، دا موږ په کلکه ردوو. دښمن د پام اړولو په خاطر د پروپاګند هڅه کوي او ذهنیت ته صدمه رسوي."
هاخوا د افغانستان شمال کې مدني بنسټونه او د بشري حقونو فعالان هم د طالبانو په لیکو کې د نړېوالو تروریستانو د حضور په اړه اندېښمن دي.
په شمال زون کې د مدني بنسټونو د ټولنې مشر عبدالحمید صفوت، په دې باور دی چې د طالبانو په لیکو کې د بهرني جنګیالیو او د القاعدې شبکې د غړو حضور د دې لامل شوی څو افغانستان د بهرني هېوادونو د نیابتي جګړې میدان وي.
صفوت زیاته کړه: "افغانستان کې همدا د بهرني جنګیالیو حضور او مداخله وه چې د دولت جوړونې او تلپاتې سولې ته د رسېدو بهیر له ننګونو سره مخ شو. دا مساله ددې لامل شوه چې هر هېواد ځان ته اجازه ورکړي څو مستقیم او غیر مستقیم ډول لاس وهنه وکړي."
د طالبانو ډلې او د امریکا دولت د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت د قطر په دوحه کې یوه سیاسي موافقه لاسلیک کړه او پر اساس یې طالبانو ژمنه وکړه چې له نړېوالو تروریستي سازمانونو سره به خپلې اړیکې پرې کوي.
د همدې هوکړې له مخې امریکا هم ژمنه وکړه چې له افغانستانه به خپل ټول پوځیان وباسي.
تمه ده چې د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو بهیر به په راتلونکې میلادي میاشت کې بشپړ شي او په افغانستان کې به د امریکا شل کلنه جکړه هم پای ته ورسیږي.
امریکايي چارواکو ویلي چې د خپلو پوځیانو له وتلو وروسته به افغانستان کې د تروریستي ډلو فعالیت څاري او سیمه کې به له خپلو پوځي اډو څخه په ګټې اخیستنې سره د دغو ډلو له خوا د ممکنه ګواښونو پر وړاندې به اقدام کوي.