اماراتو ته د تلونکو پاکستانیانو چټک کورونا ټیسټونه په هوايي ډګرونو کې پیل شوي
پاکستان متحده عرب اماراتو ته د تلونکو خلکو لپاره د ملک په اوو هوايي ډګرونو کې د کورونا وایرس چټک پي سي ار ټیسټونو کولو اعلان کړی دی.
دا خبره د پاکستان د هوايي چلند ادارې – سېول اېویېشن اتارټۍ – مشر خاقان مرتضا د اګست پر ۱۳مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته کړې ده.
نوموړي ویلي، دا د متحده عرب اماراتو شرط دی چې هر ورتلونکی کس به تر سفر یوازې څلور ساعته وړاندې ټیسټ کوي.د ده په وینا، له همدې کبله یې د اسلام اباد، لاهور کراچۍ، پېښور، کوټې، فیصل اباد او ملتان پر هوايي ډګر د مسافرو د اسانۍ لپاره د چټکو ټیسټونو مرکزونه جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان دا وخت د کورونا وایرس ناروغۍ له څلورمې څپې سره مخامخ دی.
د پاکستان د سرکاري وېبپاڼې د معلوماتو له مخې د اګست په ۱۳مه ۷۳ نور کسان د کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ نه مړه شوي او ۴۷۸۶ پرې تازه اخته شوي دي. له دې سره تر اوسه په پاکستان کې د کورونا وایرس له وجې د مړو شوو کسانو شمېره ۲۴۳۳۹ ته پورته شوې. په پاکستان کې تر اوسه یو مېلیون ۹۴ زره ۶۹۹ کسان پر کورونا اخته شوي خو نهه لاکه ۸۳ زره ۷۵۴ ترې بېرته ښه شوي دي.
په پاکستان کې خلکو ته د کورونا پر وړاندې د واکسینو د ورکولو لړۍ هم روانه ده. تر دې مهاله ۴۲ مېلیونو نه زیاتو کسانو ته د کورونا واکسین ورکړل شوي. په دې کې څه کم ۱۲ مېلیونو ته د کورونا وایرس د واکسینو دوه دوه خوراکه ورکړل شوي او نږدې ۳۴ مېلیونو ته یو یو خوراک رسېدلی دی.