د ځینو ولایتونو سقوط؛ ملکي کارکوونکي: له ۲ میاشتو مو معاشونه نه دي اخیستي
د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړو او سقوط د ملکي ادارو کار کوونکي سخت اندېښمن کړي. دوی وايي، له هغې وروسته چې طالبانو ځینې ولایتونه ونیول او یو شمېر ملکي ادارې ورانې شوې د دوی معاشونه هم ځنډیدلي دي. د کندهار ولایت اوسیدونکی جاوېد عابد وايي:" زه له کندهاره د دې لپاره را مهاجر شوم چې خپل سر مې خوندي نه احساسوو، زه یو دولتي کار کوونکی وم، د تېرو دوو میاشتو معاش مې نه دی اخیستی دلیل هم وروستي جګړې دي او زه نه پوهېږم چې څه ډول به دغه معاش موږ ته راکول کېږي." له بغلان ولایته راکډه شوي ګلبدین هم... Читать дальше...