مالیې وزارت: د ځینو کار کونکو معاش د نوي سیسټم له لارې ورکول کېږي
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روانې زمري میاشتې د ځینو ادارو د کار کوونکو معاشونه به د نوي سیسټم له لارې اجرا شي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د اساسي قانون پر تطبیق د څار خپلواک کمېسیون، د هستوي انرژۍ اداره او د مشرانو جرګې د مرکزي کار کوونکو د زمري میاشتې معاشونه به د نوي سیستم له لارې اجرا کېږي.
اعلامیه زیاتوي، د نورو ادارو معاشونه به د پخوا په څېر اجرا کېږي، ځکه چې د ادارو له خوا تر اوسه پورې د معاشونو د نوي سیستم ټریننګ نه دی بشپړ شوی، خو په راتلونکي میاشت کې دې ټولې ادارې یاد سیستم ته چمتو وي او همدارنګه د ولایتونو معاشونه به هم د پخوا په څېر د ماليې وزارت د مستوفیتونو له خوا ورکول کېږي.
په اعلامیه کې مالیې وزارت هغه کونګوسې په کلکه رد کړی چې ګوندي د دولتي کار کوونکو معاشونه نه ورکوي، بلکې د وزارت په خبره د معاشونو ورکړه به په عادي ډول مخته ځي.