عطا محمد نور: پر مزار شریف د طالبانو حملې شنډې شوې
په شمال کې د طالبانو پر ضد د جګړې قوماندان جنرال عطا محمد نور وايي چې پر مزار شریف ښار د طالبانو نننۍ حملې یې شنډې کړي دي.
ښاغلي نور خبریالانو ته وویل چې طالبان د ښار تر لویدیځې دروازې رسېدلي وو، خو له درنو تلفاتو وروسته له دې سیمو واېستل شول: "دښمن پر امنیتي کمربند برید کړی و، خو د وسله والو ځواکونو، مجاهدینو او پاڅونوالو د مېړانې په نتیجه کې دا سیمې مو بېرته ونیولې."
له دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دوی پر مزارشریف ښار له څلورو خواوو حملې کړي دي.
جنرال عطامحمد نور پرون جمعه، له مارشال عبدالرشیددوستم سره په ګډه غونډه کې په شمال کې د طالبانو د مخالفې جبهې د مشر او مارشال دوستم د پوځي کمېسیون د سلاکار او ناظر په توګه اعلان شول.