امریکا د ایران د تېلو پر قاچاقبرانو او کمپنیو بندیزونه اعلان کړي
متحدو ایالاتونو د ایران د تېلو پر قاچاقبرانو او یو شمېر کمپنیو چې د چارواکو په وینا د سپاه پاسداران د اړوند قدس ځواک لپاره یې د ملاتړ د جلبولو هڅه کوله بندیزونه اعلان کړي دي.
د امریکا د خزانې وزارت وايي، په دې ترڅ کې د عمان د تېلو پر سوداګر رشید الحبسي او څو تجارتي کمپنیو چې دوه په عمان کې، یوه په لایبریا او یوه په رومانیا کې دېره دي بندیزونه لګول شوي دي.
د دې اقدام پر اساس د دې کمپنیو شتمنۍ کنګل کېږي او په ټوله کې امریکايي وګړي نه شي کولای له دوی سره معاملې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یو بیان کې وویل چې قدس ځواک د ایران د تېلو له عوایدو څخه د ورانکارو فعالیتونو د تمویل لپاره کار اخلي.
انتوني بلېنکن ویلي چې متحدایالات به په دې هڅو کې د ښکېلو اړخونو افشا کولو او د هغو د مخنیوي چارې ته دوام ورکړي.