د ځینو ولایتونو سقوط؛ ملکي کارکوونکي: له ۲ میاشتو مو معاشونه نه دي اخیستي
د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړو او سقوط د ملکي ادارو کار کوونکي سخت اندېښمن کړي.
دوی وايي، له هغې وروسته چې طالبانو ځینې ولایتونه ونیول او یو شمېر ملکي ادارې ورانې شوې د دوی معاشونه هم ځنډیدلي دي.
د کندهار ولایت اوسیدونکی جاوېد عابد وايي:" زه له کندهاره د دې لپاره را مهاجر شوم چې خپل سر مې خوندي نه احساسوو، زه یو دولتي کار کوونکی وم، د تېرو دوو میاشتو معاش مې نه دی اخیستی دلیل هم وروستي جګړې دي او زه نه پوهېږم چې څه ډول به دغه معاش موږ ته راکول کېږي."
له بغلان ولایته راکډه شوي ګلبدین هم وايي، له تېرو درېيو میاشتو راپه دېخوا یې خپل معاش نه دی اخیستی: " درې میاشتې کېږي خپل معاش مې نه دی اخیستی، جګړو هرڅه وران کړل، له حکومته مو غوښتنه ده چې په دې برخه کې ژر تر ژره اقدام وکړي."
دوی په ټينګار سره وايي، دې ستونزې سخت اندېښمن کړي دي.
طالبانو له شااوخوا یوې میاشتې راهیسې د افغانستان په ګڼ ولایتونو بریدونه پیل کړي چې د راپور تر خپرېدو پورې یې د ۱۹ ولایتو مرکزونه نیولي او اوس هم په ځينو ولایتونو کې درنه جګړه روانه ده.
په ورته وخت کې د افغانستان د مالي وزارت ویاند رفیع تابع د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د دې ستونزې د هواري لپاره به ډېر ژر افغان حکومت پرېکړه وکړي:" د افغانستان مالیې وزارت د معاشونو او بودجي په برخه کې هېڅ ستونزه نه لري او خپل کار ته په عادي ډول دوام لري او هغه ولایتونو کې چې ستونزې رامنځته شوي ډېر ژر به د حکومت له خوا یوه پرېکړه وشي."
دا په داسې حال کې ده چې طالبان بیا د ملکي ادارو د فعال ساتلو خبره کوي.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ په یوې خبرې پاڼه کې ویلي چې ټول ملکي ادارې د خلکو پر وړاندې خلاصې دي او د ملکي ادارو کار کوونکي کولای شي خپلو دندو ته حاضر شي.