کابل ښاروالۍ له ټول ښاره د کانکرېټي دېوالونو او موانعو په ټولولو پیل کړی
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي ژر به له ټول ښاره کانکرېټي دېوالونه او موانع ټول شي.
ښاروالۍ په خپل فېسبوک باندې یوه وېډيو خپره کړې چې ښيي د دفاع وزارت او محمود خان پله له مخې کانکرېټي موانع او دېوالونه لیرې کېږي.
د کابل ښاروالۍ د چارو د کمېسیون رئیس حمدالله نعماني په دې اړه وايي: "د ښار د ترافیکو په مخ کې خنډونه پیدا شوي دي. پیاده رونو مخ کې خنډونه پيدا شوي. تقریباً ډېر ښار ورسره سقوط غوندې ښکارېږي. د ښار بدنمایي ده ورسره. اوس دې ته اړتیا نهلیدل کېده، نو موږ د دې هفتې په لومړیتوبونو کې ونیوله چې موږ د ښار دا موانع لهمنځه یوسو."
کابل ښاروال داوود سلطانزوی شخصي دفترونو او کورونو ته هم ګواښ کړی چې ژر دې موانع او کانکرېټي دېوالونه لیرې کړي که نه ښاروالۍ به د دې کار لګښت ترې واخلي.
د افغانستان په لویو ښارونو په تېره بیا پلازمېنې کابل کې د امنیتي ګواښونو په سبب تقریباً له ټولو دولتي ودانیو او پوځي مراکزو کانکرېټي دېوالونه تاو شوي.