کابل ښاروالۍ له ټول ښاره د کانکرېټي دېوالونو او موانعو په ټولولو پیل کړی
د کابل ښاروالۍ چارواکي وايي ژر به له ټول ښاره کانکرېټي دېوالونه او موانع ټول شي. ښاروالۍ په خپل فېسبوک باندې یوه وېډيو خپره کړې چې ښيي د دفاع وزارت او محمود خان پله له مخې کانکرېټي موانع او دېوالونه لیرې کېږي. د کابل ښاروالۍ د چارو د کمېسیون رئیس حمدالله نعماني په دې اړه وايي: "د ښار د ترافیکو په مخ کې خنډونه پیدا شوي دي. پیاده رونو مخ کې خنډونه پيدا شوي. تقریباً ډېر ښار ورسره سقوط غوندې ښکارېږي. د ښار بدنمایي ده ورسره. اوس دې ته اړتیا نهلیدل کېده، نو موږ د دې هفتې په لومړیتوبونو کې ونیوله... Читать дальше...