اسرائیلي پولیسو د تښتېدلو فلسطیني بندیانو له ډلې ۴ بېرته نیولي
د اسرائیل پولیس وايي، د هغو شپږو فلسطینیانو له ډلې چې له یوه زندانه تښتېدلي وو، څلور تنه یې بېرته نیول شوي دي.
دغه بندیان تېره دوشنبه له هغه زندانه چې امنیتي تدابیر یې ډېر شدید دي، د یوې سمڅې له لارې په تېښته بریالي شوي وو.
دغه څلور تنه فلسطینیان د اسرائیل په شمال کې تر نیول کېدو وروسته پرون ناوخته په یوه محکمه کې راڅرګند شول.
دوی په تروریستي جنایتونو محکوم شوي او دوه تنه یې په عمري بند محکوم شول.
د اسرائیل پولیسو په یوه اعلامیه کې ویلي، امنیتي ځواکونه او پوځ د دوو فراري بندیانو د نیولو لپاره لاس په کار شوي دي.
د تښتېدلو بندیانو په ډله کې پنځه تنه یې د یوې جهادي پوځي ډلې غړي دي او شپږم تن په فتح ګروپ پورې تړلی بلل شوی دی.